د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد وایي، د افغانستان او روسیې ترمنځ سوداګریزې اړیکې زیاتې شوي او لا هم د پراخېدو په حال کې دي.

د نوموړي په خبره، د روان لمریز کال په لومړیو اتو میاشتو کې د دواړو هېوادونو د سوداګریزې راکړې ورکړې ارزښت ۳۶۶ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی.

نوموړی زياتوي، چې د تېر کال په همدې موده کې دا کچه ۱۷۴ میلیونه ډالره وه، چې په دوه اړخیزه راکړه ورکړه کې ۱۹۲میلیونه ډالر زیاتوالی راغلی دی.

په دغو صادراتي توکو کې ممیز، معدني ډبرې، زردالو، بخار دیګونه، تالک ډبرې او پنبې شاملې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version