د امریکا نیویارک ښار د پولیسو ادارې راپور ورکړی، چې د دې ښار په هافن پارک کې د ډزو له امله یو تن وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.
د پولیسو په وینا، دا پېښه په یاد پارک کې د باسکټبال لوبې د نندارې پرمهال رامنځته شوې.
ویل شوي څو تنو بریدګرو هممهاله د لوبې پر نندارچیانو ډزې کړي، چې له امله یې یاده مرګژوبله رامنځته شوې.
امریکایي پولیسو، تر دې مهاله د بریدګرو د هویت او د برید د انګېزې په اړه څه نهدي ویلي؛ خو په اړه یې د پلټنو د پیل خبر ورکړل شوی دی.