له خیبر پښتونخوا د هندوکش‌غږ سرچینې، وایي پاکستاني طالبانو تېره شپه د دیر ولسوالۍ په «دوبندو» سیمه کې د ګډو پاکستاني ځواکونو عملیات پر شا تمبولي او مرګ‌ژوبله یې ور اړولې ده.

سرچینه زیاتوي، چې د پاکستاني طالبانو په ځوابي برید کې د امن کمېټې «اربکیانو» یو مشر وژل شوی او اته پاکستاني عسکر سخت ټپيان شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې پاکستاني طالبانو له یادې عملیاتي قطعې څخه یو ميل ټوپک، یو زر او ۱۰۰ ریال، یو موبایل او نور پوځي وسایل هم ترلاسه کړي دي.

له بلې خوا د پاکستان سیمه‌ییزو امنیتي ادارو تر دې مهاله په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version