د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، هغو امریکايي پیلوټانو چې د روان میلادي کال د جون په میاشت کې د «B-2» بم غورځوونکو الوتکو په وسیله د ایران پر اټومي تاسیساتو برید وکړ، ۲۲ کاله یې د دې ماموریت لپاره تمرینات کړي وو.

ټرمپ دا څرګندونې له «سي‌بي‌اېس» شبکې سره په تازه مرکه کې کړې او زیاته کړې یې ده، چې یادو الوتکو د ایران خاورې ته د رسېدو لپاره ۳۷ ساعته پرواز کړی و.

د امریکا ولسمشر، د ایران پر اټومي تاسیساتو له بریدونو راوروسته په وار وار دعوه کړې چې د ایران اټومي پروګرام بشپړ له منځه تللی، خو ایراني چارواکو د نوموړي دا ادعا رد کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version