د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، خپل سمندري ځواک ته یې امر کړی، هر هغه بېړۍ ودروي چې ایران ته یې مالیه ورکړې.
نوموړي دغه راز خبرداری ورکړی، چې هغو بېړیو ته به هیڅ راز بحري لار نه وي چې د ده په خبره «غیر قانوني» مالیه ورکوي.
ټرمپ دغه راز ویلي، چې د امريکا سمندري ځواک به هرمز تنګي ته د هر راز کښتیو د تګ راتګ مخه ونیسي.
د امریکا ولسمشر دا هم ویلي، چې دوی به هغه ماینونه هم له منځه یوسي چې ایراني ځواکونو هرمز تنګي کې ځای پر ځای کړي دي.
