د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، چې نه غواړي له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره بې‌ګټې لیدنه ولري.

ټرمپ ویلي، په دې اړه یې تر اوسه پرېکړه نه‌ده کړې.

نوموړي زیاته کړې، چې لا هم د اوکراین د جګړې د ختمېدو لپاره هیلې شته؛ خو په دې اړه یې بشپړ جزئیات نه‌دي وړاندې کړي.

تر دې وړاندې، د سپنې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت هم د ټرمپ او پوتین ترمنځ د لیدنې د نه ترسره کېدو خبر ورکړی و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version