‏د ننګرهار سره‌رود ولسوالۍ اړوند د «سید اسحق ګیلاني ښارګوټي» ټوله ځمکه چې ۵۶۴۰ جریبه کېږي، د غصب شویو امارتي ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې له لوري امارتي تثبیت شوه.

عدلیې وزارت وایي، یادې محکمې دا پرېکړه وروسته له هغې کړې چې اسناد، مدارک او د اړوندو ادارو معلومات یې وڅېړل او ثابته نه شوه چې دغه ځمکه له دولت اخیستل شوې وي.

محکمې دغه راز پرېکړه کړې، چې د ځمکې متصرفین چې عمدتاً پېرودونکي دي او ځمکه یې له اشخاصو اخیستې کولی شي، د ځکمې د بیې اخیستو او خپل زیان جبران لپاره پلورونکو ته مراجعه وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version