د ایران د ګډې پوځي قوماندانۍ «خاتم الانبیاء مرکزي قرارګاه» ویاند ابراهیم ذوالفقاري ګواښ کړی چې په سیمه کې د اسرائيل او امریکا اړوند بانکونه به زموږ د بریدونو هدف وګرځي.
نوموړي ویلي، چې دا اقدام به په ایران کې پر یوه بانک د وروستي برید د غچ اخیستنې په توګه ترسره شي. د هغه په وینا، ایران دا برید د ځوابي اقدام په توګه ارزوي او له همدې امله به د دښمن اقتصادي تاسیسات په نښه کړي.
ذوالفقاري همدارنګه خبرداری ورکړی چې په سیمه کې خلک باید له هغو بانکونو څخه لږ تر لږه یو کیلومتر واټن وساتي چې د اسرائيل او امریکا له شبکو سره تړاو لري. د هغه په وینا، دا خبرداری د دې لپاره ورکول کېږي چې ملکي وګړي له احتمالي زیان څخه خوندي پاتې شي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په منځني ختيځ کې امنیتي ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي او تهران د هر ډول برید پر وړاندې د غچ اخیستنې خبرداری ورکوي.
