د امریکا پوځ ویلي، چې د ختیځ ارام سمندر په اوبو کې یې درې مشکوکې بېړۍ په نښه کړې، چې له امله یې اته کسان وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، لومړۍ کښتي کې درې تنه، دویمه کې دوه تنه او درېیمه کې بیا درې کسان وژل شوي دي.

امریکایي چارواکو ادعا کړې، چې یادې کښتۍ د نشه‌يي توکو د قاچاق لپاره کارول کېدې.

راپورونه وایي، ارام سمندر کې د نشه‌یي توکو پر ضد د امریکایي ځواکونو د عملیاتو له پیل راهیسې تر ۹۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version