د راپورونو له مخې، د امریکا کالیفورنیا ایالت کې پر یوې کورنۍ مېلمستیا وسله‌وال برید شوی، چې په پایله کې یې څلور کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

د کالیفرونیا د سن واکین ولسوالۍ چارواکو ویلي، چې پېښه تېره ورځ شنبه په ځایي وخت ماښام شپږ بجې رامنځته شوې.

دا‍ په داسې حال کې ده، چې پرون (شنبه) د دغه ایالت په یوه سوپر مارکېټ کې هم پر خلکو برید شوی، چې له امله یې درې تنه ټپیان شوي دي.

امریکایي چارواکو د دغو بریدونو د انګېزې او د بریدګرو د هویت په اړه څه نه‌دې ويلي.

د یادونې ده، چې امریکا کې د ټرمپ نوې ولسمشرۍ له پیل راهیسې وسله‌وال بریدونه بې‌ساري ډېر شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version