د امریکا کانګرس په خپل تازه راپور کې ویلي چې پاکستان لا هم د بېلابېلو ترهګرو ډلو د فعالیت مهم مرکز دی او ځینې ډلې له همدې هېواد څخه پر نورو هېوادونو بریدونه تنظیموي.
د راپور له مخې، دا ډلې له لسیزو راهیسې په پاکستان کې فعالیت لري او وروستیو کې د سیمې امنیت ته په جدي ګواښ بدلې شوې دي.
د امریکا د کانګرس په راپور کې راغلي، دغو ډلو سره د پاکستان همغږي هغه څه دي چې ګاونډیانو سره یې د دغه هېواد اړېکې د جګړې تر بریده رسولي دي.
تر دې وړاندې د افغان حکومت ویاند، مولوي ذبیح الله مجاهد هم په ځلونو ویلي، چې د پاکستان خاوره کې ترهګرې ډلې فعالې دي او د دغه هېواد خاوره د افغانستان پر ضد بریدونو لپاره کارول کېږي.
