د صهیونیستي رژیم روغتیا وزارت ویلي، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال پر اشغال شوي فلسطین بریدونو کې ۱۴۲ تنه ټپیان شوي، چې د ځینو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.

د معلوماتو له مخې یاد شمېر صهیونیستان د ایران، حزب الله او حوثیانو په بریدونو کې ټپیان شوي.

تسنیم خبري اژانس د صهیونیستي رژیم روغتیا وزارت له قوله لیکلي، چې لبنان او ایران سره د روانې جګړې له پیل راهیسې ۵۷۷۲ صهیونیستان په ټپي حالت کې روغتونونو ته انتقال شوي دي.

د خپرو شویو شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې د ټپي شویو صهیونیستانو شمېر ۸۱ زره او ۱۸۴ کسانو ته رسېدلی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version