د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، محتسبینو د تېرې اونۍ په اوږدو کې د کندوز ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه څلور مسلکي کوډګر نیولي دي.

 د یاد وزارت د خبر له مخې، د کندوز ولایت د امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست رئیس محمد نجيب غفوري کوډګري د ګڼو اخلاقي ستونزو لامل بولي او وايي چې یاد کوډګر، چې له اوږدې مودې راهیسې یې د کوډو او ناروا کړنو پر مټ د خلکو ترمنځ جګړې او بې اتفاقۍ رامنځته کولې او د دروغجنو وعدو په وسیله یې له خلکو څخه پیسې اخیستې، نیولي دي.

ښاغلي غفوري په ټولنه کې د فساد او هر ډول خرافاتو مخنیوی خپله ژمنتیا بولي او ډاډ ورکوي چې د اسلامي اصولو پر بنسټ به د خلکو عزت، مال او حقونو خوندیتوب کې له هېڅ راز هڅې ډډه ونه کړي.

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت زیاتوي، یاد کوډګر د شرعي پرېکړې په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې، محتسبینو د ټولنې اصلاح ته په ژمنتیا د تېر ۱۴۰۳ کال په اوږدو کې د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه ۹۳۵ تنه ملکي کوډګر نیولي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version