
د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت وياند سيف خيبر وايي، د ياد وزارت محتسبينو د پير ابراهيم ګيلاني په نوم هغه ډله نيولې، چې غیر شرعي کړنې، بدعتونه او خرافات به یې د تصوف او مذهب تر نامه لاندې ترسره کول.
ښاغلی خيبر زياتوي، چې د امربالمعروف او نهې عن المنکر ارګان په ټولنه کې د ټولو هغو کړنو او اعمالو د مخنیوي مسوول دی، چې د شریعت او د امربالمعروف او نهې عن المنکر شرعي قانون سره په ټکر کې وي.
نوموړي ويلي، هېڅ چاته به اجازه ورنکړل شي، چې د مذهب او تصوف له نامه څخه په ناوړه ګټې اخیستنې داسې کړنې ترسره کړي، چې شریعت او قانون اجازه نه ورکوي.