د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت وايي د ياد وزارت اړوند د کندوز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ محتسبینو د هغې پېښې مخه ونیوله، چې لۀ مخې یې یو ۱۳ کلنه نجلۍ د‌ هغی لۀ خؤښې پرته ۴۵کلن معیوب کس ته پۀ نکاح ورکول کېده.

ياد وزارت د محتسبينو له قوله ليکلي چې وايي«اسلام موږ ته حکم کوي؛ ترڅو د خپلو ماشومانو راتلونکي ژوند ته پام وکړو او د هغو پرېکړو ډډه وکړو، چې زیان ور رسوي».

د يادونې وړ ده چې په وروستيو څو مياشتو کې په ګڼ شمېر ولايتونو کې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر مسولينو په هڅو د جبري نکاح ګانو مخه نيول شوې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version