ورځ او نېټه: دوشنبه ۱۴۴۶/۷/۵ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_‏د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مرستیال په مشرۍ یو پلاوی ترکیې هېواد ته ولاړ.

۲_ارګ: د رياست الوزراء اداري مرستيال په کابل کې د چین ولسي جمهوریت سفیر سره وکتل.

۳_سالنګ لويه لار له درې ورځو تړل کېدو وروسته نن د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوه.

۴_خوست کې د ګازنيونې له امله پنځه تنو خپل ژوند بايللی.

۶_د اطفایې لوی ریاست دولتي او نا دولتي بنسټونو او ادارو ته د ناوړه پېښو د رامنځته کېدو د مخنیوي لپاره جدي سپارښتنې کړي.

۷_د امر بالمعروف محتسبينو کندوز کې ۴۵ کلن معيوب سړي ته د ۱۳ کلنې انجلۍ د نکاح مخنيوی کړی.

  • [ ] سیمه:
    ۱_بلوچستان د تېرې ورځې د سرتېري برید په پایله کې تر ۷۷ ډېرو پاکستاني پوځیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

۲_زلمی خلیلزاد: پاکستان بیا ځلي پیل ته اړتیا لري او دا باید د عمران خان له ازادۍ سره پیل شي.

۳_اسلام اباد کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ بیا پیل شوې.

۴_بنو کې پاکستاني طالبانو د پوځ پر يوه پوسته برید کې دوه پوځيان وژلي.

۵_پاکستاني طالبانو د خپلو بریدونو په دوام بنو ولايت کې ګڼ شمېر عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې.

۶_بنو ولايت کې پاکستاني طالبانو د ليزر وسلې پر مټ دوه پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې.

  • [ ] مینځنی ختیځ:
    ۱_د حزب الله مشر: اسرائيل د اوربند له پرېکړې سرغړونه کوي او زموږ صبر پای ته رسېدلی.
  • [ ] نړۍ:
    ۱_د کاناډا لومړی وزير جسټون‌ ټروډو استعفا ورکوي.

۲_د امريکا د بهرنيو چارو وزير: موږ له افغانستان څخه درس اخيستی او بل نسل نه لرو چې په افغانستان کې وجنګېږي.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version