شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د امنیتي څېړنو او مطالعاتو مرکز (سي ار ایس ایس) ویلي، چې د ۲۰۲۵ زېږدیز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په پاکستان کې د تاوتریخوالي له امله ۸۹۷ کسان وژل شوي او ۵۴۲ نور ټپیان شوي دي. دا شمېرې داسې مهال خپرېږي چې د ۲۰۲۴زېږدیز کال د تلفاتو ټول شمېر ۱۰۲۸ تنو ته رسېږي چې ۴۰۲ امنیتي سرتېري او ملکي وګړي پکې وژل شوي دي. دغه مرکز زیاتوي، چې د تاوتریخوالي کچه د تېر کال د ورته مودې پرتله ۱۳ سلنه راټیټه شوې ده، خو د تاوتریخوالي ۹۸ سلنه پېښې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ناارامو سیمو کې شوې دي. دغه مرکز خبرداری ورکړی چې که دا بهیر همداسې دوام وکړي، نو د کال تر پایه به د تاوتریخوالي له امله د وژل شویو شمېر له ۳۶۰۰ واوړي.
له قطر وروسته د ایران له خوا په بحرین، عراق او کوېټ کې هم پر امریکایي پوځي هډو توغندي وویشتل شول23 جون 2025
د ایران سپاه پاسداران: د برید وکړه او وتښته زمانه پایته رسېدلې، که امریکا بیا ځلې تېروتنه وکړي پوځي حضور به یې د سیمې له نقشې ورک شي23 جون 2025