محمد فیصل

د تیرې یکشنبې په ورځ د کانونو او پیټرولیم وزارت ویاند همایون افغان د افغانستان خلکو ته یو لوی زیری درلود.

هغه وویل چې په لسو ورځو کې د امو دریا نفتي حوزې څخه د اتیا میلیونه ډالرو په قیمت ۱.۱ میلیون بیرله خام تیل پلورل شوي دي.

د اقتصادي معاونیت او کانونو وزارت په ګډو هڅو د چین یو لوی شرکت په امو دریا حوزه کې کار کوي، څو د افغانستان دغه تر ځمکې لاندې شتمني راوباسي او افغانستان خود کفایۍ لور ته یوسي.

په ۲۰۱۱ کال کې د امریکایي جیولوجیستانو له لوري ترسره شوې څیړنه کې موندل شوي چې د امو دریا حوزه کې ۹۶۲ میلیون بیرله خام تیل موجود دي.امو دریا حوزه د افغانستان د نفتو د پینځو حوزو څخه تر ټولو غني حوزه ده. هلته په ډیره اندازه طبیعي ګاز هم شته.

د امو دریا حوزې د تیلو د استخراج قرارداد تیر کال د چین د ژینجیانګ د مرکزي اسیا پیټرولیم او ګاز شرکت ته د ۲۵ کلونو له پاره ورکړل شوی دی.

د قرارداد له مخې یاد شرکت به لومړی کال ۱۵۰ میلیونه ډالر او تر ۲۰۲۶ کال پورې ۵۴۰ میلیونه ډالر پانګونه کوي.

چینایي شرکت پلان لري چې روان کال په امو دریا حوزه کې ۲۲ نورې څاه ګانې هم وباسي. دغو څاه ګانو سره به د تیلو د استخراج کچه زیاته او هغه به د ورځې ۲۰۰۰ ټنه یا ۱۵۰ زره بیرلو ته ورسیږي.د امو دریا افغانستان حوزه کې سرپل، فاریاب او جوزجان ولایتونه شامل دي.

د یو راپور له مخې، افغانستان اوس په ورځیني ډول ۵۰ زره بیرله تیل له ایران او ازبکستان څخه واردوي.د امو دریا حوزې د تیلو استخراج د افغانستان په اقتصاد او خود کفایۍ کې لوی رول لوبولی شي.

د تیلو دغه حوزه کولی شي چې افغانستان د ګاونډیو هیوادونو له تکیې او احتیاج څخهـ خلاص کړي.

د امریکایي عسکرو له ماتې وروسته چې افغانستان کې په وروستیو پینځو لسیزو کې په لومړي ځل بې ساری ثبات راغلی، د بهرنۍ پانګونې له پاره هم زمینه برابره شوې ده.

چین له هغو هیوادونو څخه وو چې د طالبانو واک ته رسیدو وروسته یې له افغان حکومت سره نږدې اړیکې وساتلې او افغان سفیر یې په بیجینګ کې ومانه.

چین اوسمهال له افغانستان سره ډیرې نږدې اړیکې او تعامل لري.په افغانستان کې رامنځته شوی ثبات د دې لامل شوی چې چینایي شرکتونه په افغانستان کې پانګونه وکړي.

له چین سره مثبت او د افغانستان په ګټو ولاړ تعامل کولی شي چې د افغانستان اقتصادي وضعیت بدل کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version