په دې وروستیو ورځو کې د افغانستان د اوسني حکومت د پیاوړي او با عزمه بهرنیو چارو وزیر امیر‌خان متقي ته د «مسکو فارمټ» اوومې غونډې ته رسمي بلنه او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د هغه د سفر موقتي معافیت، د افغانستان د حکومت د مخالفینو او یو شمېر ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اندېښنې او سختو غبرګونونو څپې را پورته کړې دي.

دا بدلونونه د هغو کسانو لپاره چې کلونه یې افغانستان په انزوا او تړلتیا کې ساتلی و، د ویښتابه زنګ دی. هماغه کسانو چې یو وخت یې د پردیو تر سیوري لاندې ځانونه «د افغانستان د خلکو استازي» بلل، نن د اوسني حکومت له ډیپلوماټیکو پرمختګونو څخه په وېره کې دي؛ ځکه چې دا لاسته راوړنې نه یوازې د هغوی مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي، بلکې دا یې هم ښودلې چې د سیاسي مزدورۍ او ملي ګټو پر سر د معاملې دوره پای ته رسېدلې ده.

په دې منځ کې، د مخکنۍ ادارې پخواني غږونه یو ځل بیا د دوی له سیاسي قبرونو څخه را وتلي دي. خالد زکریا، په روم کې د پرځېدلي جمهوریت سفیر، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پرېکړې چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته یې د سفر موقتي معافیت ورکړی، په غوصه او اندېښنې سره غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې دا پرېکړه «ستراتیژیکه تېروتنه» ده. خو هغه او د هغه په څېر نورو دا هېر کړي چې د افغانستان ملت نور په معامله ګرو او غرب پالو څېرو زړه نه تړي. هغه کسان چې د څوکۍ او شخصي ګټو په لټه کې وو، نن حتی د خپلو پخوانیو ملاتړ کوونکو په منځ کې هم ځای نه لري.

پاکستان هم چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د بندیزونو کمیټې مشري کوي او په خپله خاوره کې د افغانستان د حکومت مخالفینو ته ځای ورکوي، د کابل له سیاسي خپلواکۍ څخه اندېښمن دی. اسلام آباد هڅه کوي چې د نړۍوالو ټولنو له لارې د اسلامي امارت څخه تیاره انځور جوړ کړي، خو حقیقت دا دی چې نننی افغانستان نور هغه پخوانی وابسته او بې وسه هېواد نه دی. د افغانستان د حکومت بهرنۍ پالیسي د اقتدار، عزت او متقابل درناوي پر بنسټ ولاړه ده.

د مسکو په غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر له ګډون وروسته نوي ډهلي ته د هغه سفر، د افغانستان په بهرنۍ پالیسۍ کې د بدلون روښانه نښه ده. هند د هغه په رسمي بلنه سره، په روښانه ډول ومنله چې له اوسنیو واکمنانو سره له خبرو او تعامل پرته به هیڅ سیمه‌ایز پلان بریالی نه شي. دا پېښه د هغو مخالفینو لپاره چې ځانونه «د افغانستان د خلکو استازي» بولي، یو سخت ګوزار و؛ ځکه چې دا یې وښوده چې نړۍ د افغانستان له نوي حقیقت سره په تعامل کې دی، نه د پرونیو ماتو شويو سیاستوالو سره.

مخالفین په غربي رسنیو کې چیغې وهي چې دا سفرونه «د مشروعیت لپاره نمایشي» دي، خو په حقیقت کې د دوی وېره د خپل حیثیت د بشپړ له منځه تلو او په تاریخ کې د خپل نوم له هیرېدو څخه ده. د متقي هر بریالی سفر، د مخالفینو پر بې اعتبارۍ او بې اغېزمنتوب یو نوی سند دی.

د اوسني حکومت پالیسي د پخوانیو نظامونو برعکس، د تړاو پر بنسټ نه، بلکې د خپلواکۍ او ملي عزت پر محور ولاړه ده. امارت نه پر ختیځ متکي دی او نه پر لویدیځ، بلکې د «برابر تعامل» په اصل باور لري. کله چې د چین، هند، روسیې او ایران په څېر هېوادونو له کابل سره عملي تعامل ته مخه کړې ده، معنی یې دا ده چې نړۍ د افغانستان نوی حقیقت منلی دی، که څه هم یو شمېر لا هم د پرون په خوبونو کې ډوب دي.

هغه څه چې دښمنان تر ټولو ډېر سوځوي، همدا دی؛ نړۍ له اوسنیو افغان واکمنانو سره په خبرو کې ده، نه له هغوی(مخالفینو) سره. د افغانستان د لا ډیرو بندیزونو لپاره د دوی هڅې په حقیقت کې د هغه ملت څخه غچ اخیستل دي چې نور پرې باور نه لري. هغه کسان چې یو وخت یې د «ډیموکراسۍ» په شعار سره د خپلو ډکو جیبونو په لټه کې وو، نن د غصې او حسرت تر سیوري لاندې، د ملي اقتدار د بیرته راستنېدو شاهدان دي.

هو، د امیر خان متقي سفرونه له مسکو څخه تر نوي ډهلي پورې، د افغانستان د بهرنۍ پالیسۍ د نوي فصل نښه ده؛ یو داسې فصل چې د عقلانیت، عزت او خپلواکۍ پر بنسټ جوړ شوی دی. مخالفین، که په پاکستان کې وي او که په غربي پلازمینو کې، کولی شي چیغې ووهي او تورونه پورې کړي، خو د تاریخ لاره روښانه ده؛ د افغانستان اوسنی حکومت په پیاوړو ګامونو سره په سیمه او نړۍ کې د هېواد رښتینی حیثیت بیرته راوړي او د خاینانو او وطن پلورونکو لپاره به یوازې شرمیندګي پاتې شي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version