شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د افغانستان دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پکتیکا برمل ولسوالۍ کې پر یوه ملکي بازار هوایي بریدونه تائید کړي او ویلي یې دي، چې یاد حکومت د پلازمېنې کابل حریم هم نقض کړی دی.دفاع وزارت د پاکستاني حکومت دا اقدام په کلکه غندلی او دا یې د افغانستان او پاکستان په تاریخ کې یو بې ساری او له تشدد ډک او کرغېړن اقدام بللی دی.د افغانستان دفاع وزارت د خبرپاڼې په دوام د خپل حریم څخه دفاع خپل حق بللی او خبرداری یې ورکړی له دې اقداماتو وروسته که وضعیت هر څومره ترینګلی کيږي، عواقب به يې پاکستاني پوځ ته راجع وي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي: که له واشنګټن سره مو خبرې ناکامه شي؛ نو هر ډول جګړې ته چمتو يو2 فبروري 2026
د حماس غورځنګ پوځي څانګې القسام ویاند ابو عبيده: حماس د اوربند د تړون ټول لازم مسوليتونه ترسره کړي او اوس بايد دښمن شوې هوکړې عملي کړي26 جنوري 2026