د انګلستان د لومړي وزير «سټارمر» وياند وېلي که د صهيونيستي اسرائيلو لومړی وزير نتنياهو د دوی هيواد ته راغی نو دوی مجبور دي چې د جرمونو د نړيوالې محکمې پرېکړه عملي کړي او هغه ونيسي.

د يادونې وړ ده چې د جرمونو نړيوالې محکمې غزه کې د نسل وژنې او بشر ضد جنايتونو د ترسره کولو په جرم د صهيونيستي اسرائيلو د لومړي وزير نتنياهو او پخواني دفاع وزير يوف ګالانت د نيولو امر کړی، او له انګلستان وړاندې نيدرلنډ‌ هم وېلي وو چې د محکمې امر پرځای کوي او نتنياهو نيسي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version