د اوبو او انرژۍ وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د روانې کب مياشتې له ۹مې څخه تر ۱۱مې نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځېنو ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او د سېلابونو د راوتلو اټکل شویدی.
په خبر پاڼه کې ويل شوي دي چې د دغو ناڅاپي اورښتونو او سېلابونو راوتلو ډېر اټکل د هریرود، هلمند او کابل حوزو کې شوی دی.
په خبرپاڼه کې همداراز زياته شوې ده: “د سېلابونو او اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د فراه، خاشرود، هلمند، ارغنداب، ترنک، غزني، پکتیا، پکتیکا، لوګر، میدان، غوربند، پنجشېر، لغمان او کونړ سيندونو پر لاره او ذکر شویو ځاینو په ځېنې سېلبرونو کې شتون لري”دغه وزارت له ټولو هغو هېوادوالو څخه، چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې هستوګن دي غوښتي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سېلاب د راتلو په صورت کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک، چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې له پاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت په داسې حال کې د اوبو د لوړېدو او سيلابونو د راوتلو خبر ورکوي، چې د تېرو څو ورځو راپديخوا د وارو او بارانونو د اورېدو له امله خلک له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان شويدي.مسولين وايي، چې د زياتې واورې د اورېدو له امله د بېلابېلو ولایتونو د شل ولسواليو لارې د ترافيکو پر مخ تړل شويدي.