د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبدالطیف منصور وايي، په هرات کې یې د پاشدان بند د چارو د چټکتیا او له غوره تر سره کولو په موخه یې د یاد بند له مسوولینو سره لیدلي دي.

نوموړي ویلي، د پاشدان بند د چارو د چټکتیا او پر وخت تر سره کولو لپاره به له مرکز(کابل) څخه یو شمېر نور متخصصین هم ولېږل شي، چې د یاد بند چارې پر وخت او غوره کیفیت تر سره شي.

پرون د پاشدان بند پروژې د پاتې چارو پرانیسته د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبدالطیف منصور، د هرات والي نوراحمد اسلام‌جار او د گڼو نورو دولتي چارواکو په شتون کې وشوه.

د پاشدان بند د هرات ولایت په کروخ ولسوالۍ کې واقع دی او اوبه یې د هریرود سیند ته ور گډېږي.

دغه بند ۱۱۶۷ متره اوږدوالی او ۴۲ متره لوړوالی لري چې په بشپړېدو سره به ۵۴ مېلیونه متر مکعب اوبه ذخیره او ۲۰۰ مېلیونه متر مکعب باراني اوبه به مدیریت کړي.

د پاشدان بند د چارو په پیلېدو سره به ۴۰۰ نفرو ته کار پیدا شي، ۱۳۰۰۰ هیکتاره ځمکه به خړوبه او ۲ مېگاواټه برېښنا به تولید کړي. د سېلابونو اوبه به مدیریت او د هرات ولایت ټولې شمالي سیمې به خړوبې کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version