د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع پر خپلې اېکس پاڼې د دغه وزارت د اور وژنې د لوی ریاست خبرتیا خپره کړې، چې په کې راغلي: «له بده مرغه هر کال د ژمي په رارسېدو زموږ یو شمېر هېوادوال د ګازي بخاريو، د ډبرو سکرو ناسمو کارولو، نامعیاري منقلونو او برېښنایي وسایلو کارولو او اورلګېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.»

د کورنیو چارو وزارت د اور وژنې لوی رياست د ورته ناوړه پېښو د مخنیوي لپاره له ټولو هېوادوالو څخه غوښتنه کړې چې د یادو وسایلو د کارولو په وخت پام وکړي او هم له معیاري جوړو شویو وسایلو څخه ګټه واخلي.

همداراز د اور وژنې لوی رياست په ښارونو او د اوسېدنې په سیمو کې د لوړ پوړیزو ودانیو، تاسیساتو او پمپ سټېشنونو له مالکانو په کلکه غوښتنه کړې چې د اورلګېدنې د هر راز پېښو د مخنیوي په موخه دې له وړاندې لازم تدابير په پام کې ونيسي.

د دغې خبرتیا په پای کې د اور وژنې لوی ریاست له خلکو غوښتنه کړې چې د طبیعي پېښو او اورلګېدنو پر مهال د دغه دریاست له وړیا شمېرې «۱۰۱» سره اړیکه ونیسي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version