Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»د اوکراین جګړه دوه کلنه شوه، خو لا هم د روسې پر وړاندې مقاومت کوي
    سیمه

    د اوکراین جګړه دوه کلنه شوه، خو لا هم د روسې پر وړاندې مقاومت کوي

    صابر افغانصابر افغان25 فبروري 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    له نن څخه پوره دوه کاله وړاندې د ۲۰۲۲ زیږدیز کال د فبرورۍ په ۲۴ مه روسیې پر اوکراين بريد وکړ او روسي ځواکونو پتېلې وه، چې په لنډو ورځو کې به دا جګړه ګټي او د اوکراين لمن به راټولوي، خو د دوو کلونو په تېرېدو سره لا هم اوکراين د روسې پر وړاندې مقاومت کوي.د رسنيو د راپورونو پر اساس د اوکراين د جګړې دوه کاله پوره کېدو سره همدا تېره شپه روسي ځواکونو د اوکراين “اوديسه” ښار په نښه کړ او دا پرله پسې دويمه شپه ده، چې روسي الوتکې په ياد ښار بمباري کوي.دا چې د دې جګړې د تلفاتو اصلي ارقام دواړه هېوادونه نه په ډاګه کوي، خو د رسنيو اټکلي ارقام ښيي، چې په جګړه کې څه د پاسه يو سل او لس زره وګړو خپل ژوند بایللی دی او په ميليونونه اوکراينان يې په کور دننه او بهر کډوالۍ ته اړ کړيدي.رسنۍ په داسې حال کې د اوکراین د جګړې د دوه کلنۍ راپورونه خپروي، چې تازه د د ايټاليه لومړۍ وزيره “جورجيا میلوني”، د کانډا لومړی وزير “جسټين ټروډيو”، د بلجيم لومړی وزير “الکساندر ديکرو” او د اروپايي کمېسيون مشره “يورسولا ونډيرلېن” له اوکراين سره د ملاتړ او همغږۍ په موخه د اوکراين پلازمينې “کيېف” ته رسېدلي دي.د ايټاليا هېواد په يوې خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې ياد څلور مشران د پوليند هېواد له لارې په رېل ګاډي کې اوکراين ته ورسېدل.د اوکراين جګړې يواځې دانه چې روسيه او اوکرين اغيزمن کړي، بلکې ګڼ شمېر نور هېوادونه يې هم سخت اغيزمن کړيدي.د اوکراین د جګړې په اړه ملګرو ملتونو هم انديښنه ښودلې او وايي، چې د اوکراين جګړې په نړۍ کې داسې د نه باور يو حالت رامنځته کړي، چې هيڅ وړاندوينه يې نه کېږي.د يادې ادارې د عمومي اسامبلې مشر دېنېس فرانسېس وويلي: ” جګړې د اسامبلې هر غړی هېواد، چې دلته حضور لري، اغيزمن کړيدي، که دا د خوراکي توکو د بيو د لوړېدو له امله ده او که د انرژۍ د خونديتوب له امله ده. دا جګړه چې هيڅ ورته اړتيا نشته، بې له شکه د نړۍ جغرافيوي – سیاسي او سياسي – اقتصادي حالت د بدلون لامل ګرځېدلې، نه يواځې دا چې ښکېلو هېوادونو ته يې مخامخ تاوان اړولی، بلکې د ګڼو هېوادونو د پرمختګ مخه يې ډب کړې ده”.داسې راپورونه هم رسنيو خپاره کړي، چې په جګړه کې ښکېل دواړه هېوادونه روسيه او اوکراین د وسلو د نشتون له ستونزو سره مخامخ دي. اوکراين سره امريکا د ۶۰ ميليارده ډالرو په ارزښت د وسلو د ورکړو ژمنه کړې وه، خو ياده بودجه د امريکا په کانګرېس کې ايساره پاتې ده.بل لور ته داسې راپورنه هم خپاره شويدي، چې د اروپايي ټولنې يو شمېر غړي هېوادونه اوکراين ته د مرستو د ورکړې سره مخالف دي، همدې مسلې ته په اشارې سره د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په ناسته کې سرمنشي انتوني ګوتېرېش د روسې او اوکراين جګړه د اروپا په سينه يو سخت او پرانيستی زخم وبله.

    مخکینۍ مقالهنړۍوال وجهي صندوق ۱.۳ میلیونه افغان کډوالو له پاره بېړنۍ بودجه تصویب کړه
    راتلونکي مقاله یو څلور کسیز هندی پلاوی د سلما ډیم لیدلو ته راغلی

    مربوطه لیکنې

    بېړنی خبر: ایران هرمز تنګی د هر ډول کښتیو د تګ راتګ پر مخ وتاړه

    20 جون 2026

    د بی بي سي پخوانی خبریال داوود جنبش: عجیبه نه ده؟ له سمیع سادات نیولې د مسعودیانو تر میثم او له انټرنشنل نه تر امو او صبح و شام پورې ټول، د پاکستان تر ولکې لاندې افغان سیمو باندې بریدونه غندي

    20 جون 2026

    د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسؤول، علي میثم نظري: پر پاکستان د طالبانو بریدونه په کلکه ټکو غندم، داسې افغانستان نه د افغانانو په ګټه دی او نه هم د سیمې او نړۍ

    20 جون 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 20 جون 2026

    خليفه سراج الدين حقاني د قزاقستان د لومړي وزير له مرستيال سره پر مهمو موضوعاتو خبرې کړي

    کورنيو چارو وزارت وايي، چې د دې وزارت وزير خليفه سراج الدين حقاني د قزاقستان…

    بېړنی خبر: ایران هرمز تنګی د هر ډول کښتیو د تګ راتګ پر مخ وتاړه

    20 جون 2026

    په کابل کې د قزاقستاني درملو د پلور څانګه پرانيستل کېږي

    20 جون 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    خليفه سراج الدين حقاني د قزاقستان د لومړي وزير له مرستيال سره پر مهمو موضوعاتو خبرې کړي

    20 جون 2026

    بېړنی خبر: ایران هرمز تنګی د هر ډول کښتیو د تګ راتګ پر مخ وتاړه

    20 جون 2026

    په کابل کې د قزاقستاني درملو د پلور څانګه پرانيستل کېږي

    20 جون 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،167 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،108 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،219 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.