د رویټرز خبري اژانس د راپور لهمخې د اوکراین په شمال ختیځ خارکیف ښار د روسیې په تازه هوايي برید کې څلور کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.
د راپور له مخې د برید په قربانیانو کې درې ماشومان هم شامل دی.
دا په تېره یوه اوونۍ کې پر خارکیف ښار د روسیې څلورم هوايي برید دی چې پهکې هستوګنیځي ودانۍ او صنعتي فابریکې په نښه کېږي.