فرانس پرېس خبري اژانس راپور ورکړی، چې روسیې د اوکراین پر پلازمېنه کیف یو لوی ګډ برید پیل کړی، چې د پلازمېنې په ډېرو سیمو کې د اورلګېدنې او د ویجاړیو د خپریدو لامل شوی دی.
د اوکراین د پلازمېنې ښاروال ويتالي کلیچکو ویلي، چې د کېيف نږدې هره ولسوالۍ د پراخ برید لاندې ده.
د کېیف ښاروال زياته کړې، چې د ښار په مرکز کې د پراخو چاودنو غږونه اورېدل کېږي او ځينې مهمې زیربناوې هم په نښه شوې دي.
