مشهور امريکايي ژورنالیست مايکل کوګلمن‌ ويلي، په لندن کې د پاکستاني او اسرائیلي چارواکو ترمنځ وروستۍ ليدنې او اسرائيلي رژيم سره د پاکستاني حکومت د اړيکې جوړولو مخې د حیرانتیا او تعجب وړ دي.

کوګلمن زياته کړې «د پاکستان خلک له اسرائیلو سره لېوالتیا نه لري، مګر واکمنانو یې له اوږدې مودې راهیسې د اسرائیل پر وړاندې نرم دریځ غوره کړی.»

هغه د خپلو معلوماتو له مخې ويلي، چې پاکستاني چارواکو په تېرو وختونو کې له اسرائیلو سره ډېرې پټې او غیر رسمي اړیکې جوړې کړې دي.

که څه هم پاکستاني رژيم په ظاهره ځان د فلسطین خواخوږی بولي، خو تر دې وړاندې یې هم څو ځلې له اسرائيلو سره د ژورو اړيکو درلودل افشا شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version