ايراني رسنيو يو امنيتي خبرداری خپور کړی او ويلي يې دي، چې اسرائيل د تليفونونو د تعقيب له لارې د خلکو د وژلو هڅې کوي.

د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، اسرائيل په وروستيو هدفي وژنو، په ځانګړي ډول د ساينس ‌پوهانو په نښه کولو کې له دې تخنيک څخه کار اخیستی.

راپور زياتوي، چې يوازې د موبايل بندول کافي نه دي، بلکې بايد دا د هدف سيمې ته تر تګ وړاندې او په خوندي ځای کې بند شي. دغه خبرداری په ځانګړې توګه سياسي، امنيتي او نظامي فعالانو ته ډېر مهم بلل شوی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version