اسرائيل ټایمز، د اسرائيل روغتیا وزارت له قوله راپور ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ایران او حزب الله د بریدونو له امله ۱۲۱ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د اسرائیل روغتيا وزارت ويلي، وژل شوي نشته؛ خو ټپيانو له ډلې د یوه وضعیت نازک دی، ۸ په منځني حالت کې دي او د پاتې نورو وضعیت ښه دی.
د معلوماتو له مخې د ايران جګړې له پيله ۶،۱۳۱ اسرائیليان روغتونونو ته داخل شوي، چې ۱۱۸ لا هم بستر دي.
د اسرائیل له لوري د ټپيانو د شمېر ښودلو او د وژل شویو د سانسور موضوع په دې وروستيو کې په نړيواله کچه رشخند شوې ده.
