د ایران فارس خبري اژانس د صهیونیستي رسنیو له قوله خبر ورکړی، چې د ايران په تازه توغندیزو بریدونو کې د صهیونیستي رژیم «سوروکا» پوځي روغتون هدف ګرځېدلی.

د معلوماتو له‌مخې، په دغه روغتون کې د هغو پوځیانو درملنه کېږي چې غزه کې د ازادي غوښتونکو په بریدونو کې ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، د یاد روغتون چت په بشپړه توګه لوېدلی؛ خو دا چې څومره ژوبل صیونیستي پوځیان تر ویجاړۍ لاندې ګېر شوي، په اړه یې معلومات نه‌شته.

د یادونې وړ ده، چې ایران نن سهار له صهیونیستي اسرائیلو سره د جګړې پر دوام پر یاد رژیم تازه بریدونه وکړل چې له امله یې پراخه ویجاړي رامنځته او لسګونه صهیونیستان ټپیان شول.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version