‏د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د افغانستان لپاره د ناروې شاهي دولت له شارژدافير پير البرت الساس سره کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له‌مخې، په دې کتنه کې ښاغلي متقي د ناروې له خوا د سرپرست حکومت دیپلومات منل؛ په اړيکو او باور جوړونه کې يو ښه پرمختګ بللی او د افغانستان ‏او لوېديځو هېوادونو ترمنځ اړيکو کې يې د ناروې رول رغنده ياد کړی.

مولوي امیرخان متقي په سيمه کې د روان وضعيت په تړاو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د افغانستان سرپرست حکومت په اسلامي او انساني بنسټونو د ايران ولس سره همکارۍ ته چمتووالی لري.

‏ورته مهال د ناروې شارژدافير ویلي، چې نږدې راتلونکي کې به يې د هېواد يو پلاوی کابل ته سفر وکړي او په ګډه به د افغانستان له حکومت سره اړيکې وارزوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version