د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، د تهران- واشنګټن د احتمالي هوکړې په اړه د ایران دولتي راډیو- ټلوېزیون ته ویلي، چې د بل هر وخت پرتله ډېر تفاهم ته نژدې شوې دي.
نوموړي ويلي، چې دا ښايي په راتلونکو، یوه دوې ورځو کې وشي، او يا هم ښايي په راتلونکو څو ورځو کې.
هغه یو ځل بیا د خپل هیواد له رسنیو وغوښتل چې له داسې اټکلونو ډډه وکړي چې کولی شي “فضا ګډوډه کړي او دا فرصت زیانمن کړي.”
عراقچي وویل، که څه هم د حجم له مخې دا یادښت دوې پاڼې یا یوه نیمه پاڼه دی، خو دوې میاشتې کېږي، چې خبرې پرې شوې او هرې جملې او بندونو ته یې بیا بیا کتنه شوې.
هغه ويلي «راپورونه په وخت سره د ملي امنیت عالي شورا او امنیتي ادارو ته سپارل شوي، پوځي ځواکونو هم د هرمز تنګي او د جګړې پای ته رسېدو په ګډون مهم مسایل څارلي دي.»
د ایران د بهرنیو چارو وزیر همدا راز ويلي، د دغه کار پایله د ایران د خلکو د ګټو لپاره ښه پایله ده، چې په ډګر کې د دغه هېواد د بریاوو د تثبیت لامل کېږي او په وينا یې دغه بریالیتوبونه په کورنیو او نړیوالو ډګرونو کې د ایران شتون او اقتدار هم پیاوړی کوي.
عراقچي وايي، د هرمز تنګی د ایران او عمان تر واکمنۍ لاندې دی او زیاته یې کړه، چې تر اوسه دغه خدمت وړیا و؛ خو اوس مو پرېکړه کړې چې د هرمز تنګي د ادارې راتلونکی به له تېر سره توپیر ولري.
عباس عراقچي د ایران دولتي ټلویزیون ته همدا راز ويلي، چې په دې تړون کې د ایران د بندیزونو لېرې کول هم شامل دي، خو د ایران د اټومي پروګرام په تړاو خبرې به وروسته پیل شي.
عراقچي ویلي، «د بډایه شویو یورانیمو په اړه لا هم پرېکړه نه ده شوې او په راتلونکې احتمالي هوکړه کې به د اټومي پروګرام او د بندیزونو د لرې کولو موضوعات مطرح او وروستی برخلیک به یې وټاکل شي».


