د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي په خپله اېکس پاڼه د امريکا له لوري د ايران پر اټومي تأسيساتو د بريد سهارنۍ پېښې خورا شرمناکې بللي او په وينا یې د امريکا ياد عمل به تلپاتې پایلې ولري.
نوموړي همدا راز زياته کړې «ایران د خپل حاکمیت، ګټو او ولس د دفاع لپاره ټول انتخابونه په اختیار کې لري».
له بل لوري بيا د ايران سپاه پاسداران په خپل رسمي اېکس ادرس ليکلي، چې د دوی جګړه اوس پيل شوه او د هشټاګ په کارولو سره یې اسرائيلي وګړي مخاطب کړي چې تل ابيب دې پرېږدي او تېښته دې وکړي.