د ايراني رسنيو د راپورونو له مخې د ایران په بلوچستان او سیستان کې د دغه هیواد سرحدي قوماندان رضا
‏شجاعي د پوله ساتو ځواکونو له خوا پر افغان کډوالو د ډزو په اړه ‏خپاره شوي راپورونه رد کړي او دا یې هسې پروپاګند بللی دی.‏

تر دې وړاندې په افغانستان کې د ایران سفیر او استازي حسن کاظمي قمي هم د ‏پاکستان او ایران پر پوله د «کلګان» په سیمه کې د افغان کډوالو د ویشتلو ‏خبر رد کړی و.‏

د يادولو وړ ده چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت مرکزي وياند ذبيح الله مجاهد ویلي وو، چې دوی د دې پېښې په اړه تحقیقات پیل کړي دي او ډېر ژر به یې اړه معلومات خپاره کړي.‏

ځواب پریږدئ

Exit mobile version