د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې په نایجیریا کې د تېلو یوه ټانکر د چاودنې له امله د مړو شمېر تر ۱۴۰ کسانو اوښتی دی.

د نایجیریا پولیسو دغه شمېر پرون ناوخته اعلان کړې او ویلي یې دي چې په پېښه کې د ماشومانو او ښځو په ګډون شاوخوا ۵۰ کسان نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې د ټانکر له چپه کېدو وروسته خلک د تېلو په ټولولو بوخت وو او د همدې له امله اورلګېدنه رامنځته شوې وه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version