د ايران نوي ټاکل شوي مذهبي مشر مجتبی خامنه‌اي له ټاکل کیدو وروسته په لومړۍ وینا کې په خليج هېوادونو د روانو بریدونو د دوام خبرداری ورکړی دی.

مجتبی خامنه‌اي پر دې سربېره د سیمې هېوادونو ته جدي سپارښتنه کړې، چې په خپلو خاورو کې د امریکا پوځي هډې وتړي.

نوموړي په روانه جګړه کې له حوثیانو، حزب الله او عراقي ډلو د ايران د ملاتړ له امله مننه کړې ده.

هغه ايراني ولس ته د صبر او استقامت سپارښتنه کړې او په وينا یې ده خپله مېرمن، خپله خور، د هغې ماشوم (خوریی) او د خور خاوند (اوښی) له لاسه ورکړي دي.

هندوکش‌غږ

ځواب پریږدئ

Exit mobile version