Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»د اکرام‌ الدین سریع ترور؛ د اختلافاتو د ریښو پراختیا او راتلونکې اغیزې
    سیاسي لیکني

    د اکرام‌ الدین سریع ترور؛ د اختلافاتو د ریښو پراختیا او راتلونکې اغیزې

    صابر افغانصابر افغان3 جنوري 2026څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پرځېدلي جمهوریت د یو نظامي اکرام‌ الدین سریع په ترور سره د مخالفو جبهو د پوچ انسجام د خطر زنګ وهل شوی، د سریع وژل کېدو په ډاګه کړه چې د مخالفینو ترمنځ اعلان شوی یووالی، ګډې ناستې او تنظیمي همغږي، له ځان تېر ایستلو پرته بل څه نه وو.

    دې پېښې هغه ژور اختلافات بربنډ کړل چې د اوږدې مودې لپاره د دوی په هڅو، د «یووالي» تر پردې لاندې پټ ساتل شوي وو؛ خو اوس د تاوتریخوالي، بې‌باورۍ او ښکاره شخړو په بڼه راڅرګند شوي دي.

    مقاومت جبهه چې یو وخت یې ځان د افغانستان د حاکم نظام په وړاندې د ګډ دریځ بېلګه معرفي کاوه، نن له پاشلتیا، داخلي شخړو او ټوټه کېدو سره لاس‌ او‌ ګرېوان ده. آزادۍ جبهه او همدارنګه د سمیع سادات تر مشرۍ لاندې متحده جبهه هم له دې کړکېچ څخه خوندي پاتې نه دي. پر یو بل د تورونو لړۍ یې د جلا وطنۍ ژوند د کړکېچنو سیالیو په ډګر بدل کړی دی.

    په دۍ ډلو کې هره ډله او هر مشر، بل لوری یا نفوذي شخص بولي او یا یې په خیانت تورنوي. د شک، بدګومانۍ او بې‌ باورۍ فضا تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده؛ هر یو له دې وېرېږي چې هسې نه بل یې د خپل نفوذ، بقا او شخصي ګټو د خوندي کولو لپاره قرباني کړي.

    شخصي رقابتونو، فردي ځان غوښتنو، د واک، امتیاز او نفوذ د ترلاسه کولو هڅو یې هوش له سره اخیستی چې له امله یې په دې ډلو کې د خپل منځي وژنو او خونړیو پېښو احتمال ورځ تر بلې زیاتېږي؛ ځکه دا ډلې د تل په څېر، تاوتریخوالی د اختلاف د حل یوه مشروع وسیله ګڼي.

    په ایران، پاکستان او حتی لوېدیځو هېوادونو کې د مېشتو افغانانو ترمنځ د ورته ډلو تجربې ښيي چې د افغانستان د حاکم نظام په وړاندې مخالفت، ډېری وخت د خپل منځي شخړو او خونړیو اختلافاتو لامل ګرځي؛ چې لامل یې تر ډېره بریده د ګټو پر سر سیالي، د واک وېش او د نفوذ پراخول وي.

    په جنبش ګوند کې خونړي اختلافات د دې بهیر یو څرګند او ژوندی مثال دی؛ هغه څه چې داخلي سیالیو یې د ګڼو مشرانو ژوند اخیستی، ګوند یې کمزوری، سیاسي باور یې له منځه یووړ او بالاخره جنبش یې بدنام او له منځه یووړ.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي: د خپل حاکمیت د نقض کېدو په صورت کې پوهېږو، چې کوم ځای په نښه کړو
    راتلونکي مقاله د هند د بهرنیو چارو وزیر: له افغانستان سره په پراختیایي برخو کې همکاري لرو

    مربوطه لیکنې

    د سریع ترور او د مخالفینو د بد برخلیک احتمالي سناریوګانې

    8 جنوري 2026

    د مقاومت ډلې د روڼ سهار دروغجنې وعدې او د بدمرغو ماښامونو واقعیت

    7 جنوري 2026

    د مقاومت ډلې د روڼ سهار دروغجنې وعدې او د بدمرغو ماښامونو واقعیت

    7 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 10 جنوري 2026

    خوست کې نږدې ۱۴ سوه جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

    د عدلیې وزارت وایي، د خوست ولایت د مرکز اړوند په غړومبۍ او مټه چینې…

    ملي دفاع وزارت بې سرنوشته پاتې مجاهدين په خپلو ليکو کې په دندو ګماري

    10 جنوري 2026

    روسيه وايي کېيف کې د قطر سفارت ته د زيان رسولو په پېښه کې لاس نه لري

    10 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    خوست کې نږدې ۱۴ سوه جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

    10 جنوري 2026

    ملي دفاع وزارت بې سرنوشته پاتې مجاهدين په خپلو ليکو کې په دندو ګماري

    10 جنوري 2026

    روسيه وايي کېيف کې د قطر سفارت ته د زيان رسولو په پېښه کې لاس نه لري

    10 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،102 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،051 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،111 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.