‏د اکوادور چارواکو اعلان کړی چې تېره ورځ یک‌شنبه د دغه هېواد ماچالا ښار په زندان کي د بندیانو ترمنځ د شخړي له امله ۳۱ بندیان وژل شوي.

د چارواکو په وینا، د دې پېښي لامل د زندان دننه د جنایي بانډونو ترمنځ سیالي وه چي په ناڅاپي ډول تاوتریخوالي ته واوښته.

د اکوادور د زندانونو چارواکو ویلي، په تېرو دوو میاشتو کي د دې هیواد په بېلا بېلو زندانونو کي ورته نوري پېښي هم را منځته شوې دي.

د معلوماتو له مخې څو ورځې وړاندې د ماچالا ښار په زندان کې څلور نور کسان هم د خپل منځي نښتو پر مهال وژل شوي وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version