ايکانوميک ټايمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې مسکو د پاکستان د استخباراتي ادارې (ISI) له لوري اداره کېدونکې د جاسوسۍ یوه شبکه نيولې، چې موخه یې له روسیې څخه د هوايي دفاعي سیستمونو او تخنیکي ټېکنالوژۍ قاچاق کول وو.
سرچينه وايي، د جاسوسۍ ضد په دې عملیاتو کې، یو روسي تبعه په سنت پیټرزبورګ ښار کې، هغه مهال نيول شوی، چې هڅه یې کوله د روسیې د پوځي هیلیکوپټرونو ټيکنالوژي او د هوايي دفاع سیسټمونه غلا او د پاکستان استخباراتي ادارې ته یې وسپاري.
د ایاېسای له دېجاسوس سره د روسیې د پوځي ترانسپورټي هیلیکوپټرو په اړه نور معلومات هم نيول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ پاکستان کې د روسیې سفارت د پاکستانۍ انګلیسي ورځپاڼې «Frontier Post» هغه مطلب په کلکه وغنده، چې د روسیې پر ضد تبلیغات پکې شوي و.
ياده دې وي، چې په وروستيو څو مياشتو کې د پاکستان او روسیې اړیکې د يو لړ موضوعاتو د پېښېدو له امله د ترينګلتيا لوري ته روانې دي.
