د لوړو زده کړو وزیر، شیخ نداء محمد ندیم کابل کې د جاپان له سفیر ماساموتو کینیچي سره د افغانستان د رغونې او بیارغونې بېلا بېلو پروژو او د لوړو زدهکړو پر پیاوړتیا خبرې کړي.
لوړو زدهکړو وزارت وایي، ښاغلي ندیم د افغانستان په اړه د جاپان تګلارې ستایلي او د کابل او توکیو ترمنځ د همکاریو د دوام غوښتنه یې کړې ده.
له بل لوري د جاپان سفیر، د هېواد په شمال کې وروستي زلزلې له امله د تلفاتو په تړاو خواخوږي څرګنده کړې او تر څنګ يې د جاپان د فعالیتونو او مرستو په اړه، چې په افغانستان کې ترسره شوي، معلومات وړاندې کړي دي.
نوموړي په خپلو خبرو کې د افغانستان پر پرمختګونو خوښي څرګنده کړې او له افغانستان سره یې د خپل هېواد د همکاریو او مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.
