د ایران انټرنشنل په نوم د یوې تبلیغاتي خبري شبکې خبریال او د صهیونیستي رژیم جاسوس محمد امین مهدوي شایسته ایران کې تر نیول کېدو وروسته نن سهار په دار وځړول شو.
د ایران فارس خبري اژانس د نوموړي د نیول کېدو، محاکمې او جاسوسي – استخباراتي فعالیتونو په اړه په یوه راپور کې ویلي، چې هغه د صهیونیستي رژیم د بهرني استخباراتو ادارې (موساد) د یوې سایبري شبکې مشري کوله او د رواني – سایبري عملیاتو مسئولیت یې پر غاړه درلود.
د ایراني رسنیو د راپورونو لهمخې، ایران انټرنشنل تلویزیوني شبکې د ایران او اسرائیلو ترمنځ د جګړې له پیل سره سم خپل ۹۵ سلنه خپرونې د دغې جګړې یو اړخیز تحلیل ته ځانګړې کړي او ٢٤ ساعته د ایران حکومت پر ضد منظم تبلیغات کوي.
له دې سره جوخت د افغانستان انټرنشنل په نوم تلویزیوني شبکې ته د خلکو پام ور اوړي؛ هغه شبکه چې د پوهنتون استادان او عام افغانان یې د شیطان انټرنشنل په نوم پېژني او په هېواد کې یې پر سمتي او ژبنی تبعیض او د عامه روان پر ګډوډلو تورنوي.
د ایران او صهیونیستي رژیم په روانه جګړه کې له ایران انټرنشنل سربېره د افغانستان انټرنشنل خبریالانو هم د یاد رژیم په دفاع کې خپل نشرات پر مخ وړي او ان تر دې چې د دې شبکې مشهورو خبریالانو له خپلو سیالو خبري سرچینو ګیلې کړي، چې د اسرائیلو د بریدونو زیان کم ښیي او د ایراني بریدونو زیانونه ډېر ښیي.
له دې سره سم دا شک پر یقین بدلېږي، چې پورته یادې شوې دوه شبکې له یوه ادرسه (موساد) تغذیه کېږي، هغه ادرس چې له جوړېدو راهیسې د لسګونه زره مسلمانو د ترور او اسلامي بنسټونو پر لهمنځه وړلو تورن دی.