د روسیې د اسپوتنیک خبري اژانس د راپور له مخې، د دغه دفاع وزیر اندري بلوسوف له خپل ایراني سیال امیر عزیز نصیرزاده سره په ټلیفوني خبرو کې د ایران له حکومت او ولس څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړی.
امیر نصیرزاده په خپلو خبرو کې د روسیې له ملاتړ څخه مننه کړې او ویلي یې دي: «موږ یوازې د صهیونیستي رژیم پر ضد نه جګېږو، بلکې امریکا او ځینې نور هېوادونه هم د دغه رژیم ملاتړي دي.»
نوموړي زیاته کړې، پرېکړه یې کړې خپل دښمن ته به سزا ورکوي او د تحمیلي سولې منلو ته چمتو نه دی.
بل خوا د روسیې دفاع وزیر ویلي، چې پر ایران د برید لپاره اټومي پروګرام یوازې پلمه ده او د صهیونیستي رژیم او امریکا موخه د ایران کمزوري کول او سیمه ییزو شخړو ته پراختیا ورکول دي.
نوموړي زیاته کړې، روسیه د ټولو تحولاتو څارنه کوي او له ایران سره به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.