د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا له برید دوې ورځې تېرېږي، خو د مقاومت، آزادۍ او په نورو نومونو جبهې لا هم چوپه خوله دي او په دې اړوند یې دریځ نه دی روښانه کړی. دا برید د افغانستان په ګډون د ګڼو هېوادونو له خوا وغندل شو او دا یې د ایران پر ځمکنۍ بشپړتیا تېری وباله، خو مقاومت ډله، ازادۍ جبهه او دغه نورې هغه ډلې ټپلې چې د ایران له سپاه پاسداران سره یې اړیکې درلودې، پر دې مسئله پټه خوله دي.

دا ډلې چې ډېری یې په غرب کې مېشتې دي، د غربي استخباراتي ادارو ترڅنګ د پاکستان له آی ایس آی او د ایران له سپاه پاسداران سره هم اړیکې پالي، له دوی د مرستې او ملاتړ غوښتنه کوي ترڅو په افغانستان کې جګړه وکړي او په بدل کې یې دوی ته ژمنې ورکوي چې د مرسته کوونکو هېوادونو ګټې به په افغانستان کې خوندي کوي. دوی پر دې سربېره، د امریکا له سي آی اې او د اسرائیل له موساد سره هم اړیکې پالي.

داسې ګومان هم کېږي چې د دغو ډلو ځینې غړي چې په ایران کې مېشت دي، هلته اسرائیلو ته هم کار کوي او دې کار یې ایران ته ګڼې ستونزې راولاړې کړې دي. په یوه وخت له دومره ډېرو خطرناکو اسختباراتي ډلو سره اړیکې لرل او د دوی د ګټو لپاره لوبېدل له شک پرته چې ډېرې پوښتنې او شکونه راولاړولی شي، په ځانګړې توګه کله چې د ایران او اسرائیل جګړه او کشمکش پیل شوی، د دوی چوپتیا ډېرې پوښتنې راولاړې کړي دي.

ایران له کلونو راهیسې ظاهراً د افغانستان له اوسني حکومت سره ښې اړیکې لرلې، خو په ورته وخت کې یې له هغو ډلو ټپلو سره هم پټو اړیکو، تماسونو او مرستو ته دوام ورکړی و چې د افغانستان د اوسني نظام مخالفین بلل کېږي. که څه هم د افغانستان اوسني حکومت ایران او نورو هېوادونو ته ډاډ ورکړی چې له افغانستانه چاته ګواښ نشته او افغانستان له هر چا سره پر دوه اړخیزو ګټو او متقابل احترام ولاړې اړیکې غواړي او پالي، خو د ایران پېښې ثابته کړه چې دوه ګوني او دوه مخي سیاستونه تل ناکام وي او دا هسې مار ته په لستوڼي کې ځای ورکول دي.

له دغو ډلو ټپلو د ایران ملاتړ او له ایران سره د دوی خیانت دا ثابته کړه، چې دا ډول اړیکې بقا نه لري، دا هسې بېځایه پانګونه او د سرچینو ضایع ده. تمه دا ده چې ایران له دې پېښې ستر عبرت واخلي او هلته مېشت د لستوڼي دا ماران ژر تر ژره لېرې کړي. دا ډلې ټپلې په غرب کې هم همداسې رټل شوي، هلته هم پرې څوک باور نه کوي او په افغانستان د ننه خو یې بازار لا له وړاندې بایللی و.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version