د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي د امریکا «زیاتې غوښتنې او ضد او نقیض دریځونه» د مذاکراتو بهیر اصلي خنډ بللی دی.
هغه دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو له سرمنشي، سره ټلیفوني خبرو کې کړي او زیاته کړې یې ده، چې پر امریکا د باور نشتون سربېره ایران په مسئولانه او جدي ډول د خبرو اترو بهیر کې ګډون کړی دی.
عراقچي ټینګار کړی، چې هېواد یې هڅه کوي له امریکایي لوري سره یوې معقولې او عادلانه پایلې ته ورسېږي.


