رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د قطر یوه پلاوي د ایران او امریکا ترمنځ د هوکړې لپاره د شته اختلافاتو د حل په موخه تهران ته سفر کړی دی.
په راپور کې راغلي، دغه سفر د واشنګټن په همغږۍ ترسره شوی دی.
د یادونې ده، چې قطر تر دې مهاله پر خپلې خاورې د ایران د بریدونو له امله د تهران او واشنګټن ترمنځ له منځګړیتوبه ځان لیرې ساتلی و.


