د هېواد بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي له خپل ایراني سیال، سید عباس عراقچي سره ټيلفوني اړیکه کې پر سیمه‌ییزو تحولاتو او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي.

بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې عراقچي د کابل او تهران ترمنځ دوه اړخیزې همکارۍ ستایلي او د لا پرمختګ په اړه یې خپل دریځ افغان لوري سره شریک کړی دی.

وزارت زیاتوي، چې نوموړي دغه راز د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو په اړه وروستي جزئیات هم له خپل افغان سیال سره شریک کړي دي.

په ورته مهال د افغانستان بهرنیو چارو وزیر د کابل او تهران ترمنځ همکارۍ مثبتې بللي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګریزې راکړې ورکړې کچې په لوړېدو خوښي ښودلې.

نوموړي د ایران او امریکا ترمنځ پر ډيپلوماسۍ ولاړ مذاکرات رغنده بللي او د خبرو له لارې یې د مسائیلو پر حل ټینګار کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version