د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي به سبا دوشنبه پاکستان ته سفر وکړي.
د راپور له مخې نوموړی به په خپل سفر کې له جګپوړو پاکستاني چارواکو سره وویني او د سیمې او نړۍ د وروستیو بدلونونو په اړه به خبرې وکړي.
تسنیم خبري اژانس وړاندې لیکلي، چې عراقچي به په نږدې راتلونکي کې په یوه رسمي سفر هند ته هم ولاړ شي.