کله چې ایران ته د مقاومت شوری د پلاوي د سفر خبر خپور شو، ممکن ځینې خلک د دې کسانو په شعارونو وغولېږي او داسې وانګېري چې رښتیا هم دا بدنامې څهرې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په نیت ایران ته تللي دي.

خو هغه کسان چې د موضوع له حقیقت څخه خبر دي، ښه پوهېږي چې د دې ډول سفرونو تر شا نور اهدف پټ دي. هو! حقیقت دا دی چې دا سفرونه د کډوالو لپاره نه، بلکې د معاملې، استخباراتي همغږۍ او ځانګړو سیاسي موخو ته د رسېدو لپاره تنظیم شوي دي.

دا څنګه شونې ده چې د سرپرست حکومت مخالفین د کډوالو له خراب وضعیت سره د خواخوږۍ په نیت ایران ته ولاړ شي، په داسې حال کې چې نورو هېوادونو ته د افغان ملت د کډوالۍ یو اصلي لامل د همدوی کړنې او چلند دی!

له شک پرته هغوی چې نن د کډوالو د خواخوږۍ دعوه کوي او په همدې نوم یې سفر کړی، هماغه کسان دي چې پرون یې خلک د هېواد پرېښودلو او مهاجرت ته مجبور کړل. د کورنیو جګړو پر مهال، هغه وخت چې کابل ښار له هرې خوا د راکټونو هدف و، کورونه وران، بې‌ ګناه خلک شهیدان شول او زرګونه کورنۍ اړ شوې له خپلو کورونو په تشو لاسونو وتښتي.

همدا څهرې چې نن د افغانستان له سرپرست حکومت سره مخالفت کوي او ځان د خلکو ملاتړي بولي، هغه وخت د واک او ځواک ډیرېدو په هیله، په کورنیو جګړو کې ښکېل وو؛ نه‌ یواځې د ولس لپاره یې څه ونه کړل، بلکې واک ته د رسېدو لپاره یې د ولس له وینو هم کار واخیست.

د جمهوریت پر مهال هم ډېر خلک، په ځانګړي ډول ځوانان، ملي سوداګر او هغوی چې د هېواد د راتلونکې جوړوونکي بلل کېدل، د نا امنۍ او د همدې څهرو او د هغوی د کسانو د پراخ فساد له امله، خپلو کورونه پرېښودو او مهاجرت ته اړ شول.

نن هم دغه څهرې په رسنیو کې د خلکو د ملاتړ شعارونه پورته کوي؛ خو په حقیقت کې نه د تیرې بدې ماضي د جبران او نه د خلکو د خدمت لپاره، بلکې د غلامۍ او له پردیو سره د تړاو د دوام لپاره پلانونه جوړوي.

د طالبانو حکومت د مخالفینو له لوري د کډوالو د حقونو دفاع له یوه پوښښ پرته بل څه ندي، د دوی رښتینی هدف د بهرنيو استخباراتي ادارو ملاتړ جلبول دي.

داسې راپورونه هم شتون لري چې د دې بدنامو څهرو له لوري د ایران له سپاه پاسداران سره د همکارۍ، د پاکستان له آی ایس آی سره د توافقاتو او د دفتر، بودیجې، وسلو او امکاناتو ترلاسه کولو هڅې په ګوته کوي.

د «هندوکش غږ» د هغه راپور له مخې چې څو ورځې وړاندې نشر شو، دغه پلاوی چې په دې وروستیو کې یې د کډوالو د ستونزو د حل په نوم ایران ته سفر کړی، لاندې کسان یې برخه وال وو: الماس زاهد چې د مقاومت شوری د سولې کمیټې رئیس دی، خواجه محبوب صدیقي د جمعیت ګوند استازی، عبدالله قرلق د جنبش ګوند مرستیال او حبیب‌ الرحمن سیاف د دعوت اسلامي ګوند استازی.

راپورونه زیاتوي چې د مخالفینو دغه پلاوي نه یواځې له ډیپلوماټیکو چارواکو سره، بلکې د سپاه پاسداران له مسؤلینو سره هم پټ لیده کاته درلودل.

په دې لیدنو کې د استخباراتي همکارۍ، د اوسني حکومت پر ضد تبلیغاتي همغږیو او حتی د نظامي اقدام د شونتیا په اړه خبرې شوې دي؛ له راپور څرګندیږي چې د دې سفر اصلي موخه کډوال نه، بلکې سیاست ته بېرته راستنیدل او واک ترلاسه کول دي.

د یادونې وړ ده چې دغه پلاوی پلان لري چې پاکستان ته هم سفر وکړي؛ دغه سفر هم له آی ایس آی سره د مخکیني توافق له مخې، د کډوالو په نوم او پوښښ د سیاسي او نظامي امتیازاتو ترلاسه کولو په موخه ترسره کوي.

په دې توګه، کوم څه چې نن ورځ د کډوالو د دفاع په نوم مطرح کېږي، په حقیقت کې د یوې پېچلې او خطرناکې سناریو لپاره یو پوښښ دی؛ هغه سناریو چې اصلي لوبغاړي یې هماغه څهرې دي چې په ځلونو یې د ولس باور پایمال کړی دی.

د افغانستان ویښ ملت دا ځل په دې سیاسي نمایشاتو نه غولول کېږي، په ډیر دقت او احتیاط یې هغه کسان چې د خلکو په نوم، د خپل ځواک ترلاسه کولو او له بهرنيانو سره د معاملې لپاره ګامونه اخلي، لکه څه ډول چې اړتیا ده، هم یې په خپله او هم یې نورو ته ورپېژندلي.

یادؤنه: په هندوکش‌ غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌ غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version