د ایران بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي افغانستان لپاره د دغه هېواد له سفیر علیرضا بېکدلي سره کتنه کې له کابل سره د تهران د اړیکو او همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، دې کتنه کې بېکدلي د ایران او افغانستان ترمنځ روانو مخ پر ودې اړیکو راپور وړاندې کړی.

عراقچي ویلي، تهران ته له افغانستان سره د همکاریو پیاړتیا ځانګړی ارزښت لري او زیاته کړې یې ده چې په دې برخه کې دې لا نورې هڅې وشي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version